په کابل کې د یوناما مشره دیبورا لینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته دا خبره کړې. هغې د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو د هڅو په ستایلو سره ویلې چي همدا هڅې وې چې افغان سوله دغه پړاو ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ناټو او اروپايي ټولنه د سولي په چارو کې د دوه مخي چلند په کارولو تورن دي خو د کارپوهانو په باور افغانان هېڅکله دومره سولې ته نه و نږدې شوي.