IQNA

په پاکستان کښې د طاهرالقادري درې نوي پلويان آزاد کړې شول

16:01 - July 08, 2020
د خبر لمبر: 3483364
تهران (ایکنا) - د پاکستان د لاهور لوې محکمې د ماډل ټاون د پېښې د بنديانو د جرائمو په څېړنې سره د طاهرالقادري درې نوي پلويانو د آزادولو حکم جاري کړ.

ډان نيوز خبري آژانس د رپوټ له مخې د لاهور لوې محکمې وويل، د پاکستان د عوامي تحريک ګوند دغه پلويان د دوه لکو روپو جرمانې په ادا کولو سره له جېله آزاد کړې شول.
د پاکستان د عوامي تحريک ګوند پلويان په 2014 کال کښې د پنجاب صوبې د صوبائي حکومت او د دغې صوبې د وزيراعلی شهباز شريف په تېره تيره بيا لاهور ښار کښې په سياستونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې چې په احتجاج کونکو باندې د پوليسوپه ډزو سره د دغه ګوند څوارلس تنه ووژل شول او په سلګونو نور ژوبل او ونيول شول.

ډان نیوز

captcha