سیما سادات لاري نن په هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو د وروستيو احصائیو په هکله وویل: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په ایران کښې د کرونا ۲ زره او ۳۴۹ نوي ناروغان پيژندل شوي دي چې په کښې ۱ زر او ۵۸۱ تنه په روغتونونو کښې داخل شوي او پاتې کسان له ابتدايي درملنې وروسته کورونو ته استول شوي دي.
میرمن لاري په دې خبرې سره چې په ایران کښې د کرونا د ناروغانو ټول شمیر ۲ لکه ۵۹ زره او ۶۵۲ کسانو ته رسیدلې دی، زیاته کړه: په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې ۲۰۳ تنه کرونايي ناروغان وفات شوي دي او ورسره د دې ناروغۍ له امله د وژل شویو ټول شمیر ۱۳ زره او ۳۲ کسانو ته ورسید.
د ایران د روغتیا وزارت د ویاندې په وینا، تراوسه ۲ لکه ۲۲ زره او ۵۳۹ کرونايي ناروغانو شفا موندلې او له روغتونونو رخصت کړې شوې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې په ټوله نړۍ کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر ۱۳ میلیون او ۴۱ زرو کسانو ته رسیدلې دی چې ورڅخه کابو ۵ لکه ۷۱ زره کسانو سرونه بایللي دي او لږترلږه ۷ میلیونه او ۵ لکه ۵۸ زره کسان هم ښه شوي او له روغتونونو مرخص شوي دي.