IQNA

له پینځو میاشتو څخه وروستو د مزار شریف د جومات بیا پرانیستل

0:31 - July 14, 2020
د خبر لمبر: 3483385
تهران(ایکنا) - د افغانستان د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کښې نیلي جومات د پینځ میاشتو له بندیز څخه وروستو بیا د خلکو لپاره پرانیستلی شو.

د افغانستان د بلخ ولایت په مرکزي ښار مزار شریف کښې، د کورونا له امله بند شوی جومات د خلکو لپاره بیا پرانیستل شو.
دا جومات چې د افغانستان له مهمو ځایو شمیرلې کېږي، ځیني ځایي خلک په دې باور دي چې دلته د امام علي علیه السلام جنازه د دښمانو د بې حرمتۍ له ویرې په سپینې اوښې دې جومات ته راوړلی شوی او دفن شوی و.
په افغانستان کښې د دې جومات خاص معماري شهرت لري او مزار شریف د نیلي جومات خاص ښکلا او د ایوان رنګ او بې سارې کاشي کاري له دې حومات سره ځانګړتیا لري.
د دې جومات انګړ څلور ستنې لري او یو بل ته مخامخ دي جې هر یو د سړک په لور خلاصېږي. دننه روضه هم شته چې ښکلې رنګونه لري چې د محمد ظاهر شاه په حکم سره ترسره شوې و او د ننوتني دروازو مخامخ ستر برانډه شتون لري چې د جومات لپاره جوړه شوې او خلک دلته د جماعت لمونځ کوي.

3910224

 
بازگشایی مسجد کبود مزار شریف پس از 5 ماه
 
 
بازگشایی مسجد کبود مزار شریف پس از 5 ماه
 
بازگشایی مسجد کبود مزار شریف پس از 5 ماه
 
بازگشایی مسجد کبود مزار شریف پس از 5 ماه
 
بازگشایی مسجد کبود مزار شریف پس از 5 ماه
 
captcha