د مکې د سوداګرۍ خونې او املاکو کمیټې مشر انس صیرفي په دې بیان سره چې د مسجد الحرام جنوبي دروازه کعبې ته نیغه لار لري، څرګنده کړه: تقریبا ۵۰ متر له قدیمي ځای څخه دا دروازه بهرته راوړلي شوې ده
هغه زیاته کړه: د دې دروازې د جوړولو لپاره له نوې ټکنالوژۍ او طرح استفاده شوې ده او په نوې شکل کښې د دروازې طول ۵۱ میټر او پلنوالۍ تقریبا ۲۰ میټره زیات شوی دی او د یوې منارې اوږد والی یې هم تر ۱۳۷میټره رسیدلی دی.
دا دروازه د مسجد الحرام د پراختیا یوه مهمه پروژه شمیریږي او د دې دروازې نوې جوړ شوي ځایونه پرانیستل شوې دي.