IQNA

19:34 - July 15, 2020
د خبر لمبر: 3483390

ننګرهار کښی دیو دیني عالم په شمول دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول

تهران (ایکنا) - ناڅرګندو وسله والو دجلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند سیمه کښی دمحمد داود په نوم یو دیني عالم او یوبل عامه وګړے په ډزو ووژل او یو بل یی ټپی ژوبل کړ.

ننګرهار کښی دیو دیني عالم په شمول دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول

د والي ویاند وویل برید کوونکي له سیمی په تیښته بریالي شوي خو پر وینا یي چی پولیسو یي لټون روان کړے دے.

دننګرهار دوالي ویاند دوژل شوي دینی عالم په اړه نور معلومات ورنکړل د دولت کومی مخالفی ډلې ددې بریدذمه واري په غاړه نده اخیستی.په دی ورستیو کی یو ځل بیا په ننګرهار کی هدفي وژنې زیاتې شوې چې تر ډیره پکې دولت پلوي او نفوذ لرونکي څېرې په نښه کیږي

parstoday.com

captcha