تهران (ایکنا) - د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ سياسي دفتر د دغه هېواد د اقتدار د ساتنې يوازېنۍ لار د بهرنيو ځواکونو وتل وبلله.

د دغه غورځنګ وياند محمد الربيعي نن د عراق له خاورې څخه د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو د وتلو په ضرورت تاکيد وکړ او وې ويل: له عراقه د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو د وتلو له مصوبې څخه د څو مياشتو د تېرېدو باوجود امريکنيان له ځان سره د وابسته سياسي شخصيتونو له نفوذ څخه په استفادې سره د هغې د عملي کېدو خنډ شوي دي.
الربيعي واضحه کړه، د عراق پوره خپلواکي له دغه هېواد څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو په وتلو او په ټول ټاټوبي، هوائي حريمونو او سمندري او زمکنيو لارو کښې د نفوذ په زياتېدو سره رامنځته کېدې شي.
تهران پښتو راډیو