IQNA

د افغانستان حکومت د میرمنو په مهم رول ټینګار وکړ

17:54 - July 23, 2020
د خبر لمبر: 3483428
تهران (ایکنا) - د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې د خبرو په بهیر کښې د ښځو د ډیر مهم رول په ټاکلو ټینګار وکړ .

هغه نن د افغانستان د میرمنو په ګډون سره په یوې (۱) غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې وشوه وویل د کابل حکومت تل په ټولو ډګرونو کښې د ښځو ملاتړ کړی دی او د هغوې د قانوني او د شرعي حقوقو دفاع کوي .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د افغانانو د سولې د خبرو بهیر ته په اشارې سره وویل  د سولې او د اساسي قانون دفاع  د هر افغان مهم مسولیت او دنده ده  چې په دغه هیواد کښې جګړه پاې ته ورسیږي .

هغه ډاګینه کړه د افغانستان حکومت د سولې د  خبرو اترو د پیلولو لپاره نړیوالې او سیمه ییزې اجماع ته رسیدلی او په دې ارتباط د ښځو غږملتیا ډیره مهمه  ده .

له دې مخکې د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم ټینګار کړی و د کابل حکومت له طالبانو سره د سولې د  خبرو اترو پیلولو لپاره کلکه اراده لري .

دا په داسې حال کښې دي چې طالبانو تراوسه په افغانستان کښې د جنګ د ختمولو او د سولې د ټینګولو لپاره خپل چمتو والی نه دی اعلان کړی .

تهران راډیو

captcha