عراق د اهل سنتو مفتي شیخ مهدي الصمیدعي له خپل هیواد څخه د امریکا د ائتلاف د نیواکګرو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ .
د عراق خلکو او چارواکو له ډیر مخکې راهسې په خپل هیواد کښې د امریکا د عسکرو د شتون له دوام سره مخالفت اعلان کړی دی .
د عراق د پارلمان استازیو هم د روان میلادي کال د جنورۍ په پینځمه (۵) نیټه له خپل هیواد څخه د امریکا د عسکرو د وتلو پلان تصویب کړی و .
په عین حال کښې د امریکا د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د قومندان ځای ناستي کینټ اکمین په عراق کښې د واشنګټن د پوځیانو په سوکه سوکه ډول د شمیر د کمولو او سبا ورځ د عراق پوځ ته د بسمایه پوځي اډې د ورسپارلو خبر ورکړ