IQNA

پاکستاني محصلينو د کشمير په ملاتړ کښې د معظم رهبر له دريځونو قدرونه وکړه

22:19 - July 25, 2020
د خبر لمبر: 3483436
تهران (ایکنا) - پاکستاني محصلينو د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د خلقو مبارزو څخه په ملاتړ کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دريځونو قدرونه وکړه.

په تهران کښې د پاکستان سفارت د پاکستاني محصلينو په شتون سره د هندترکنټرول لاندې د کشمير د مظلومو مسلمانانو د حالت د څېړنې لپاره د ويډيو کانفرنس له لارې د يو سمينار جوړېدوخبر ورکړ.

پاکستاني محصلينو په دغه سمينار کښې تاکيد وکړ د اسلامي انقلاب معظم رهبر په مختلفو مناسبتونو کښې تل د هند ترکنټرول لاندې کشمير له مسلمانانوملاتړ کړے دے.

په دغه سمينار کښې تاکيد اوشو چې د هند حکومت د اساسي قانون د ۳۵ او ۳۷۰ مادو په لغو کولو سره د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې په اقليت باندې د مسلمانانو د اکثريب د بدلولو لپاره سختې هلې ځلې شروع کړې دي.

پښتو راډیو

captcha