تهران (ایکنا) - د غنا مفتي اعظم د دغه هیواد له مسلمانانو څخه غوښتنه کړې چې د لوې اختر د لمانځلو مراسم په خپلو کورونو کې ترسره کړي.

شیخ عثمان نوهو شاروبوتو په یو خبر کې دا غوښتنه وکړه چې دا کار به د کوویډ – ۱۹ په مخنیوي کې مرسته وکړي.
په دې بیانیه کې چې د شیخ آرمیاوو شیبو له ویندوي لخوا خپره شوه، راغلې دي چې په کور کې د لوې اختر مراسم تیرولو لپاره دا فیصله په دغه هیواد کې د مسلمانانو په بیلا بیلو ډلو کې د کوویډ – ۱۹ وبا ته پام سره شوې ده.
په دې بیاینه کې ټولو مسلمانانو ته د کوویډ – ۱۹ امنیتي پروټکولو رعایت ته دوام په تیره بیا د مرخصۍ په ورځو کې غوښتنه شوې او غوښتنه یې کړې چې د قربانۍ د غوښي د تقسیمولو لپاره باید د روغتیایي پام لرنو سره ترسره شي.
د غنا مسلمانان به لوې اختر په ۳۱ جولائي لمانځي.