د فلسطین مبارزو ډلو ددې خبرې په کولو سره چې له صهونیسټي رژيم سره د ځینو عربو هیوادونو داړیکو عادي کول د فلسطین له ملت سره خیانت دی ، له اسرائيلو سره ئې د اړیکو له عادي کولو سره د مبارزې لپاره د فلسطین د ملی ائيتلاف دجوړولو غوښتنه کړې ده .
د فلسطین د اسلامی مقاومت د غورځنګ حماس دسیاسی دفتر د رسندوئي سلاکار ظاهر النونو په وینا ، ځیني عرب هیوادونه د قدس دنیواکګر رژيم ته درواوالي د ورکولو لپاره هڅې کوي .
په وروستیو میاشتو کې دسیمې ځيني عرب رژيمونه په تیره بیا آل سعود رژيم ،بحرین او متحده عربی اماراتو له صهیونیسټي رژيم سره داړیکو د عادي کولو بهیر تیز کړی دی .
له صهونیسټ رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره ددغو هیوادونو هڅه په داسې حال کې ده چې دغه رژيم د فلسطنیانو پرځپلوسربیره ،په ډيروعربو او اسلامی سیمو کې ډير زیات غیرانساني او وحشي جنایتونه کړي دي .