IQNA

د افغانستان حکومت طالبان بیرته نیسي

21:56 - July 27, 2020
د خبر لمبر: 3483447
تهران (ایکنا) - د افغانستان طالبانو وویل استخباراتي اداره د دغه ډلې هغه کسان بیرته نیسي کوم چې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلیدا لپاره د بندیانو د تبادلې د یوې(۱) برخې په توګه خوشي شوي دي .

طالبانو وویل د افغانستان ملي امنیت ادارې  د دغه ډلې یو نامعلوم شمیر کسان بیرته نیولي دي کوم چې د بندیانو د تبادلې د یوې (۱) برخې په توګه خوشي شوي وو او د کابل حکومت ته یې خبرداری ورکړ چې د دغه کار د پایلو مسول به وي .

د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه(۱) پیغام کښې وویل زمونږ په خوشي شویو کسانو باندې د ملي امنیت ادارې لخوا چپې اچول شوي  او نیول شوي دي .

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وویل د طالبانو دغه ادعا ناسمه ده .

هغه وویل دا د طالبانو روده ده چې د سولې هڅې له مینځه یوسي او زیاته یې کړه د سولې خبرې اترې باید پیل شي .

د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمینځ د سولې د خبرواترو په پیلولو کښې د بندیانو د تبادلې موضوع ترټولو ستر خنډ دی .

د امریکا او د طالبانو ترمنیځ د سولې د تش په نامه د موافقې پراساس د افغانستان حکومت باید  د طالبانو پینځه زره (۵۰۰۰) بندیان خوشي کړي او طالبان هم د زر (۱۰۰۰) حکومتي عسکر ازاد کړي

captcha