تهران (ایکنا) - د افغانستان د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په زندان باندې د داعش ترهګرې ډلې له برید وروسته دوه سوه (۲۰۰) بندیان په تښتې بریالي شوي دي .

د ننګرهار د والي سرپرست تمیم عارف نن وویل د جلال اباد ښار په مرکزي زندان کښې کابو اتلس سوه(۱۸۰۰) بندیان ساتل کیدل چې دوه سوه (۲۰۰) ترې په تښتې بریالي شوي دي خو د هغوې د نیولو لپاره هڅې دوام لري .
د جلال اباد په زندان کښې د داعش ترهګرې ډلې یوشمیر بندیان ساتل کیږي .