تهران (ایکنا) - عراقي رسنيو بېګا د عراق د جنوب په ذي قار صوبه کښې د امريکې ترهه ګرو فوځيانو د لاجېسټکي کاروان د تېرېدو په لاره کښې د بم د چاودنې خبر ورکړ.

عراقي رسنيو وويل: دغه چاودنه د ناصريه او بصرې ترمېنځ سړک کښې رامنځته شوې ده.
عراقي رسنيو د دغې چاودنې د جزئياتو او احتمالي سرتاوانونو په اړه څه نه دي ويلي.
دا په تېرو څو هفتو کښې څلورمه چاودنه ده چې په عراق کښې د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو د کاروان د تګ په لاره کښې رامنځته کيږي.