IQNA

د افغانستان او پاکستان ګوندونو له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو د اړیکو ټینګښت ته غبرګون وښود

23:52 - August 16, 2020
د خبر لمبر: 3483523
تهران (ایکنا) - د پاکستان او افغانستان سیاسي ګوندونو له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عرب اماراتو د سفارت اړیکو ټينګیدل وغندل.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سینیټر سراج الحق پرون ایرنا ته په مرکه کښې، د ډیپلماټیکو اړیکو لپاره له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو د موافقې له اعلانه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل: د پاکستان خلک له اماراتو غواړي چې دغه رژيم په رسمیت ونه پیژني ځکه چې له نیواکګرو سره هرډول جوړجاړې د سیمې لپاره خطرناکې پایلې لري.
سراج الحق د پاکستان له حکومته هم وغوښتل چې د اسلامي ملګرتیا سازمان د بیړنۍ غونډې په راغوښتلو سره له فلسطینه ملاتړ وکړي او له صهیونیسټانو سره د اړیکو د ښه کولو د پریکړې د لغو کولو لپاره پر اماراتو دباؤ واچوي.
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومي منشي علامه راجا ناصر عباس جعفري هم له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو د واکمنانو اړیکې د مسلمانانو پر شا د خنجر وهلو په معنا وبللې او ویې ویل: ابوظبۍ په دې اقدام سره له صهیونیسټي رژيم سره د فارس خلیج سیمې د نورو عرب واکمنانو د ملګرتیا او جوړجاړي لاره هواروي.
پاکستاني محقق ثاقب اکبر هم وویل: له صهیونیسټ رژیم سره عربستان د نزدې انډیوال په توګه د اماراتو موافقه له مسلمانانو او د فلسطین له خلکو سره د ځینو عرب واکمنانو د خیانت یوه بله صفحه ده.
د افغانستان د عدالت او پراختیا ګوند هم په یوه خبرپاڼه کښې د دوه اړخیزو اړیکو د څرګندولو لپاره له صهیونیسټي رژيم سره د اماراتو موافقه د فلسطیني ولس د حقوقو د پایمالیدو په معنا وبلله او له ملګرو ملتو او اسلامي هیوادونو یې وغوښتل چې د فلسطین د ولس ترڅنګ ودریږي.
تهران راډیو
captcha