IQNA

له قرآني پرانیستیا سره د قاهرې د میټرو لاین پیل

17:29 - August 18, 2020
د خبر لمبر: 3483533
تهران(ایکنا) - د مصر په قاهره ښار کې د مصري چارواکو په شتون سره د قرآن کریم له آیتونو په تلاوت سره د دغه ښار د میټرو څلورم لاین پرانیستا وشوه.

د یکشنبې په ورځ، د مصر په قاهره ښار کې د مصري چارواکو په شمول د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي او محلي چارواکو په شتون سره د قرآن کریم له آیتونو په تلاوت سره د دغه ښار د میټرو څلورم لاین پیل شو.
السیسي په دغه مراسمو کې د عدلي منصور ټرمینال د جوړولو کوداله ووهله، دغه ټرمینال د الانفاق میټرو له مرکزي او مهمو ټرمینالونو څخه دی، دا ټرمینال د مصر نوې اقتصادي پلازمینه ته له ښارونو او ولایتونو سره یوځای کوي.
په دې مراسمو کې د زخرف سورې له ۱۲ څخه تر ۱۴ آیتونه د مصري قاري لخوا تلاوت شول:«وَالَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنَ الْفُلْكِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُونَ، لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ، وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنْقَلِبُونَ: او هغه ذات چې ټول قسمونه (انواع) يې پیدا كړي دي او تاسو لپاره يې له بېړیو او څارویو نه هغه پیدا كړي دي چې تاسو پرې سورېږئ، د دې لپاره چې تاسو د هغو په شاګانو ښه برابر كېنئ، بیا د خپل رب نعمت رایاد كړئ، كله چې تاسو په دغه برابر كېنئ او ووایئ: پاكي ده هغه ذات لره چې زمونږ لپاره يې دا مسخر (او تابع) كړى دى او مونږ ده لره په قابو كې راوستونكي نه یو، او بېشكه مونږ خاص خپل رب ته خامخا بېرته ورتلونكي یو.
captcha