په ایران کی د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال نن د کرمان له والی محمد جواد فدایی سره په کتنه کې ایران ته د افغانستان د لوړ رتبه پلاویو وروستیو سفرونو ته په اشارې سره زیاته کړه د دواړو هیوادونو ترمینځ د ټرانزیټ ، پانګونې ، تجارت او اقتصادی زمینو کې د سټراټیجیکې ملګرتیا جامع سند په نهایی پړاو کې دې .
لیوال د دې خبرې په کولو سره د افغانستانی کډوالو زیات شمیر په کرمان ولایت کې دی جوته کړه درست افغان کډوال په کرمان ولایت کې د کار او ژوند له وضعیته راضي دي او له سفارت سره په خپلو تماسونو کې د کرمان د بهرنیو کډوالو او ښاریزو د ادارې له ښې ملګرتیا رضایت لري .
د کرمان والی هم د افغانستانی کډوالو لپاره د هویت د اسنادو له صادریدا او هویت ثبتیدا یو ارزښتمن اقدام وباله او ویې ویل په کرمان کی له اجازې پرته کډوالوشمیر له مجوز لرونکیو کډوالو دوه برابره اټکل کیږی .
د دغه راپور په اساس همدااوس په کرمان کی درې لکه افغان کډوال ژوند کوی .