پاکستاني عزادارانو هم د ټولې نړۍ د شیعیانو په شان نن په جوماتونو، امامباړو او نوورو مذهبي ځایونو کښې د حسیني عاشورا یعنې د محرم د لسمې ورځ دستورې ولمانځلې او په کښې یې په ماتمونو او نوحو ویلو سربیره د سینه زنۍ او زنجیر وهنې دستې راوباسلې.
د ویر او عزادارۍ دغه مراسم تراوسه هم دوام لري او د کربلا د شهیدانو تر شامِ غریبان به جاري وي.
سږ کال هم په پاکستان کښې د حسیني عزادارانو د امنیت تامینولو په خاطر دغه مراسم او جلوسونه تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې راوځي او ورسره ورسره د کورنا وایرس د مخنیوي لپاره د روغتیايي سپارښتنو خیال هم ساتل کیږي.