IQNA

پاکستان کښې هم د حسیني تاسوعا دستورې ترسره شوې

17:47 - August 30, 2020
د خبر لمبر: 3483562
تهران (ایکنا) -د پاکستان میلیونونو شیعیانو پرون د محرم په نهمه نیټه د ویر او ماتم د مجالسو په جوړولو سره د حضرت امام حسین، حضرت عباس علمدار او د کربلا د نورو شهیدانو په مظلومیت او زړه دزردونکي شهادت باندې وژړل.

د پاکستان میلیونونو شیعیانو پرون د محرم په نهمه نیټه د ویر او ماتم د مجالسو په جوړولو سره د حضرت امام حسین، حضرت عباس علمدار او د کربلا د نورو شهیدانو په مظلومیت او زړه دزردونکي شهادت باندې وژړل.

پاکستاني عزادارانو هم د ټولې نړۍ د شیعیانو په شان پرون په جوماتونو، امامباړو او نوورو مذهبي ځایونو کښې د حسیني تاسوعا یعنې د محرم د نهمې ورځې او د عاشورا د شپې دستورې ولمانځلې او په کښې یې په ماتمونو او نوحو ویلو سربیره د سینه زنۍ او زنجیر وهنې دستې راوباسلې.

د ویر او عزادارۍ دغه مراسم نن یعنې د حسیني عاشورا په ورځ هم دوام لري او د کربلا د شهیدانو تر شامِ غریبان به جاري وي.

سږ کال هم په پاکستان کښې د حسیني عزادارانو د امنیت تامینولو په خاطر دغه مراسم او جلوسونه تر سختو امنیتي تابیاؤ لاندې راوځي او ورسره ورسره د کورنا وایرس د مخنیوي لپاره د روغتیايي سپارښتنو خیال هم ساتل کیږي.

تهران راډیو

captcha