IQNA

22:55 - September 06, 2020
د خبر لمبر: 3483589
تهران (ایکنا) - د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د حزب الله لبنان مشر حسن نصر الله سره کتنه وکړه.

په دې کتنه کې چې د هنیه د مرستیال صالح العاروري او د هغه د پلاوی په شتون کې ترسره شوه، د فلسطین د پوځي او سیاسي بدلون، د لبنان او سیمې خطرو چې د فلسطین مسئله ګواښې په شمول د قرن معامله، د عربي هیوادونو له رژيم نیواکګر سره د اړیکو عادي کول او د اسلامي امت د مسئولیت په اړه خبرې اترې وشوې.
په دې کتنه کې همداشان د مقاومت د محور ثبات او له دباؤونو او ګواښونو سره مقابلې باندې ټینګار وشو.
په دې اړه د حزب الله په بیاینه کې راغلي: په دې کتنه کې د حماس او د حزب الله ترمینځه د اړیکو د ټینګښټ، چې د ایمان، رورولۍ، جهاد، د ګډ سرلیک، د دواړو ترمینځه د همکارۍ او همغږۍ پراختیا باندې ټینګار وشو.
3921130

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: