د بحرین الوفاق ټولنې، په خپلې ټویټر پاڼه کې د آل خلیفه رژيم او د صهیونیسټ رژیم ترمینځه د جوړې جاړې تړون په تعقیب کې راتلونکې جمعه، د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر ۱۸ نیټه د قدس د غصې ورځ اعلان کړه.
په ورته وخت کې ، د بحرین دیني ملایانو او عالمانو یوه غوښتنه لاسلیک کړه چې د تل ابیب سره د مناما د اړیکو له نورمال کولو سره خپل مخالفت څرګندوي او د فلسطین له خلکو سره د دوي په یووالي ټینګار کوي.
د بحرین عالمانو په خپله غوښتنه کې وویل چې قدس یوه اسلامي خاوره ده او جواز نه لري چې حتی یو وجب یی په یهودیت بدل شي.
3923463