د اربعین نړیوال جایزې تر عنوان لاندې کلتوري او دیني پروګرام هر کال په نړیواله توګه د عاشورې او مقاومت کلتور د خپرولو او د سید الشهداء په اربعین کې له هغه حضرت سره د مینې څرګندولو لپاره د اسلامي اړیکو اوو کلتورسازمان په نوښت سره ترسره کېږي.
د اربعین نړیوال جایزې اساس د عاشورا د کلتور خپرولو لپاره د هنر ژبه کارول دي، او په دې مراسمو کې اصلي لوبغاړي د نړۍ له ګوټ ګوټ د شهیدانو د سالار عاشقان دي.
د دې جایزې په شپږمه دوره کې برخه اخیستونکي به د عکسونو، ویډیوګانو او د خپلو هنري آثارو او سفرلیک کوم چې د امام حسین(علیه السلام) د اربعین د پياده تګ پایله ده په لیږلو سره په دې دوره کې رول ولوبوي.
3925283