په قطرکې د افغان حکومت خبرو کونکی ټیم غړی نادر نادری سپوتنیک خبری اژانس ته وویل د طالبانو ډله د دوحې د سولې د د مزاکراتو په بهیر کې په کارړنګونې او پلمه جوړونې سره موافقې ته د رسیدا خنډ دی .
د نادر نادری په وینا طالبان د موافقې د ځینو هغو اړخونو په اړه په بیا خبرو اترو پسې دي چی د فرورۍ په ۲۹ په دوحه کی له امریکا سره موافقې ته ورسیدل .
نادری وویل طالبان د افغان ملکیانو او امنیتی عسکرو په هدف ګرځولو سره په لټه کې دي څو په کابل کی حکومت تر دباو لاندې راولی .
له بلې خوا په دوحه کې له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو اترو د بندیدا په اړه ضدونقیض راپورونه وایی . په کابل کی ځینو حکومتی سرچینو نن وویل په تیرو څو ورځو کې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو د خبرو اتروکونکیو پلاویو ترمینځ هیڅ کتنه نده درلودلی او د هغو مقدماتی خبرو اترو بهیر چی له دو اونیو مخکې پیل شوی وو ، اوس بند شوی دې .
ویل کیږی چی په افغانستان کې د اوربند دټینګولو موضوع یوه اختلافی مسله ده چی ، دولت غواړی چی اوربند دې وشی خو طالبان له سیاسی موافقې ته رسیدا مخکې له اوربند سره مخالف دي .
تهران راډیو