ام جابر د امام حسین علیه السلام د اربعین په ورځ د زایرانو د خدمت کونکو نورو زرګونو ښځو په شان، په ټول کال کې هر میاشت له پیسو یوه برخه د زایرانو د میلمستیا لپاره جدا کوي ترڅو د خپل وړوکي موکب لپاره د میلمستیا وسایل چمتو کړي.
ام جابر له لسو کالو راهسې تراوسه، په ورځو او میاشتو د زائرانو د خدمت په تمه ناسته وي.
له دې سره چې د ژوند د تیرولو او دارو لپاره یې لاسته راوڼې کفاف نه کوي، خو هغه د زوار په خدمت کې برکت ویني.
هغه هرکال په جمع شوې پیسو باندې څادرونه، د پخلنځي سامان، کولر، قالین او ... شیان اخلي تر څو د زوار خدمت وکړي.
ام جابر د عراق په جنوب کې د ذي قار ولایت په چبایش ښار کې خپل موکب لګوي او د اربعین د زایرانو خدمت کوي.