دغه مرکز د فلسطینیانو په ټاټوبو باندې د صهیونیسټ نیواکګر رژيم د عسکرو د حملو د زیاتیدا په غندلو سره وویل د ملګروملتونو پریکړه لیکونه د فلسطین د خپلواکه هیواد په جوړیدا ټینګار لري خو د قدس د نیواکګر رژیم سیاستونه دغه هدف ته د رسیدا خنډ شوي دي .
د صهیونیسټ رژیم عسکرو په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې د الاقصی جومات د دوو(۲) ساتونکو په شمول په لسګونو فلسطیني ځوانان نیولي دي او د فلسطینیانو په کورونو باندې په بریدونو سره د هغوې د ویرولو او دهغوې کورونو او سامانونو د له مینځه وړلو سبب شوي دي .
د سپتمبر د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو او د بحرین د اړیکو له عادي کیدا وروسته دغه رژیم د فلسطین په سیمو او په تیره بیا لویدیځې غاړې باندې بریدونه زیات کړي دي .
تهران راډیو