
د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ د کرونا وایروس د مقابلې ملي کمیټې سره په ناسته کې وویل حفظ الصحي سپارښتنو ته د نه پاملرنې د امله د کرونا نوې څپې لا زور اخیستی.
روحاني د حفظ الصحي سپارښتنو پلي کېدو ته په اشارې سره زیاته کړه: د قرنطینې څخه وتل او ماسک نه وهل به د سختو جریمو سره مخ شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ټینګار وکړ چي پولیس، د بسیج ولسي ځواکونه او د روغتیا وزارت مامورین باید د حفظ الصحې د پروټکلونو پر پلي کېدا نظارت وکړي او اطمینان تر لاسه کړي چي په عمومي نقلیه وسایطو کې خلګ له ماسکونو څخه کار اخلي او ټولنیز واټن مراعتوي.
همدارنګه د ولسمشری د حکم سره سم، په دولتي او غیر دولتي اداراتو کې ماسک وهل اجباري شو او د ماسک پرته به څوک اداراتو ته پرې نه ښودل شي.
د ایران د روغتیا وزارت د شمېرنو له مخې تر دې دمه ۴۹۲ زره او ۳۷۸ تنه په کرونا اخته شوي چي ۲۸ زره ۹۸ تنه خپل ژوند د لاسه ورکړي او ۴۰۱ زره او ۳۷۹ تنه خپله سلامتیا تر لاسه کړې.
تهران راډیو