IQNA

سعودي پوځي ائیتلاف ۲۶۵ځله د اوربندخلاف ورزۍکړي

3:34 - October 12, 2020
د خبر لمبر: 3483711
تهران (ایکنا) - د یمن په لویدیځ الحدیده ولایت کې د ۲۰۱۸کال د دسمبر له اتلسمې نیټې د ریاض دپلاوي او له صنعاء دلیږدول شوي پلاوي ترمینځ په سویډن کې په یوې موافقې کې اوربند پيل شوی ، خو سعودي ائيتلاف ئې هره ورځ خلاف ورزي کوي او نړیوال اورګانونو او ادارو ورباندې سترګې پټې کړي دي .
د یمن پوځ بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلي دي،  دسعودي تیریګرو او تالی څټو  په تیرو ۲۴ساعتونو کې  دیمن په لویدیځ  الحدیده ولایت کې ۲۶۵ ځله  د اور بند خلاف ورزي کړې ده .
 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، دسعودي تیریګرو او دهغو پيّلو  ډلو په تیر شواروز کې د جنګي  ا لوتکو اوبې پيلوټه الوتکو او دغه راز  دتوغندیو او هاوانونو  په وسیله د یمن په خاورې کې یوځل بیا تورتم جوړ کړی او د الحدیده موافقط خلاف ورزي ئې کړې ده .
د یمن په لویدیځ الحدیده  ولایت کې  د ۲۰۱۸کال   د دسمبر له اتلسمې نیټې  د ریاض دپلاوي او له صنعاء دلیږدول شوي پلاوي ترمینځ په سویډن کې  په یوې موافقې کې اوربند  پيل شوی ، خو  سعودي ائيتلاف  ئې هره ورځ خلاف ورزي کوي  او  نړیوال اورګانونو  او  ادارو ورباندې سترګې پټې کړي دي .
 تهران راډیو
captcha