IQNA

23:01 - October 18, 2020
د خبر لمبر: 3483727
تهران(ایکنا) - د افغانستان د ملی مصالحې دعالي شورا مشر عبدا... عبدا... نن سهارپه درې ورځني سفر تهران ته راغلی ،څو د دوو اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د مشورو او لارو چارو په باب د اسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .
د اسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن پخپل ټولنیز پیغام کې  د افغانستان دملی مصالحې د لوړې شورا له مشرعبدا..عبدا....سره د ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف کتنې ته په  اشارې سره وئيلي دي،ایران  به د بین الافغاني خبرواترو سره  دمرستې لپاره  خپلې درستې هڅې وکاروي .
خطیب زاده  دغه راز پخپل دغه پیغام کې لیکلي دي،د ایران اسلامی جمهوریت  آباد، خپلواکه ،پرمختللی او باثباته  او له سولې ډک افغانستان غواړي ، چې دا د ایران یوه همیشنۍ  غوښتنه ده .
 د افغانستان د ملی مصالحې دعالي شورا مشر عبدا...عبدا...نن سهارپه درې ورځني سفرتهران ته راغلی ،څو د دوو اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د مشورو او لارو چارو په باب د اسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .
 له ډاکټر عبدا.. عبدا...  سره په دغه سفر کې  یو شمیر حکومتي چارواکي ، د خارجه وزارت مسئولان او  د افغانستان دپارلیمان غړي هم ملګري دي .
تهران راډیو

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: