هغه له تهران څخه خپریدونکي «ایران» ورځپاڼې سره په مرکه کښې چې نن خپره شوه وویل ایران په سیمه کښې د یوه (۱) مهم هیواد په توګه اساسي ځایګی او رول لري او دغه رول د پوځي عملیاتو بندیدا ته اوړیدلی شي .
هغه د ایران په خاورې باندې په قره باغ سیمه کښې د ښکیلو لورو د هوان ګولیو په لګیدا باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره ډاډ ورکړ ارمنستان به د قره باغ په شخړه کښې ایران ته د تاوان د رسیدا د مخنیوي لپاره هرډول هڅه وکړي .
د قره باغ سیمې په هکله د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د جنګونو نوی پړاو د سپتمبر د میاشتې له اوویشتمې (۲۷) نیټې څخه پیل شوی او تراوسه د دواړو لورو ګڼ شمیر عسکر او ملکي وګړي وژل شوي دي .
ایران د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د جنګ له پیلیدا وروسته دواړه هیوادونه اووربند ، د دښمنیو سمدستي ختمولو او د نړیوالو قوانینو او حقوقو په چوکاټ کښې د خبرو اترو پیلولو ته وروبلل.
تهران راډیو