IQNA

0:04 - November 03, 2020
د خبر لمبر: 3483775

په کابل پوهنتون وسله وال بريد

تهران (ایکنا) - د کابل پوهنتون په ترهه ګر برید کې تر دم ګړۍ لږ تر لږه اته تنه ژوبل شوي دي .‌

په کابل پوهنتون وسله وال بريد
د افغانستان د ملي‌امنیت یوې سرچینې وویل چې بريد لا اوس هم رواندے او زدکونکي‌او محصلین د پوهنتون نه پر دیوالونو بهر را وزي.‌
کابل پوهنتون کښې د هیواد له بیلا بیلو برخو شاوخوا (۸۰۰۰) محصلین زدکړې کوي چې نن یې څو وسلوال له شمالي دروازې پوهنتون ته ننوتلي او حقوقي څانګه کښې نښته روانه ده.
افغان امنیتي ‌چارواکي‌ وايي چې بريد ګر په وسلو سنبال دي‌او پر محصلینو ډزې کوي.‌
افغان حکومت رسماً سرتاوانونه نه دي‌اعلان کړي، خو ځينو سرچينو لږ تر لږ د اتو تنو د زخمي کېدو خبر ورکړی دی  خو بيا ځينو افغان رسنيو د مړو او ژوبلو شمېر لسګونه ښودلی دی
ملي‌امنیت وايي‌ چې عملیات ځکه په احتیاط روان دي‌ چې محصلینو ته زیان ونه رسیږي.‌
تر اوسه چا ډلې د دغه بريد ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې او طالب ډلې هم په دغه بريد کښې لاسلرنه رد کړې ده.
تهران راډیو
captcha