IQNA

صهیونیسټي رژیم د فلسطینیانو ۱۱ کورونه ویجاړ کړ

22:01 - November 03, 2020
د خبر لمبر: 3483778
تهران (ایکنا) - د صهیونیسټي رژیم پوځ، په نیولې شوې لویدیځه غاړه کې په برید کې د فلسطینیانو ۱۱ کورونه ویجاړ کړ.

د لویدیځې غاړې په شرق شمال کې د اغوار سیمې چارواکي معتز بشارات وویل: د اسرائیلو رژيم په طوباس ښار برید کې د فلسطینیانو ۱۱ کورونه ویجاړ کړ.
هغه زیاته کړه: پوځیانو یواځې د جوړولو او روغولو د مجوز په بهانه دا کورونه ویجاړ کړ.
د فلسطین د رسمي شمیر پر اساس، نیواکګر اسرائیل په دې کال کې له ۵۰۰ زیات ودانۍ او د فلسطینیانو کورونه ویجاړ کړې دي.
3933101

captcha