
د عراق دالحشد الشعبي مبارز ولسی ځواک په الانبار ولایت کې دعملیاتو قوماندان قاسم مصلح نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،په یولړ ګډو عملیاتو کې په الانبار ولایت کې د داعشي تکفیریانو درې پټنځایونه چې د مرسته رسونې لپاره ترې استفاده کیدلی تباه کړي دي .
هغه ټينګار کړی، د الحشد الشعبي مبارز ځواک عملیات له پرونه پیل شوي او په دغو عملیاتو کې وادي الحلکوم او څو نورې سیمې شاملې دي .
دعراق په الانبار ولایت کې دبدر تنظیم مسئول قصی الانباري هم له داعشي تکفیریانوسره دامریکا دترهه ګرو پوځیانو دملګرتیا په باب خبرداری ورکړی او وئیلي ئې دي،سرحدي سیمې دداعشي عناصرو د تلو راتلو لپاره کرارې سیمې دي او دعراق په لویدیځ کې عین الاسد پوځي مرکز کې د امریکائي نیواکګرو ترهه ګرو پوځیانو شتون چې له سورئې سره د دغه هیواد د پوله ایزې پټۍ کنټرولول په لاس کې لري ،اجازت ورکوي ، له همدغو سیمو داعشي ترهه ګر دغه ولایت ته وارد شي .
تهران راډیو