
په تیرو دوو (۲) ورځو کښې د افغانستان د ننګرهار ولایت د قومونو مشران په هیواد کښې د واشنګټن په جنګ غواړو سیاستونو باندې د اعتراض لپاره کابل ښار ته ورغلل او د امریکا د سفارت په خوا کښې راغونډل شول او د پرلتې لپاره یې تمبووان ولګول خو دغه سوله ییزې مظاهرې د پولیسو په لاسوهنې سره تاوتریخجنې شوې .
اعتراض کونکو په افغانستان کښې د امریکا د ترهګرو عسکرو په وسیله د جنګ د دوام د غندلو لپاره پلې کارډونه لیږدول چې ورباندې امریکا سمدستي اووربند وکړه ، امریکا جنګ ختم کړه او امریکا د افغانستان د جنګ مسوله ده شعارونه لیکل شوي وو .