IQNA

ایران د سردار سلیماني د ټرور د آمرانو او عاملانو د تعقیبولو کلک هوډ لري

21:42 - November 09, 2020
د خبر لمبر: 3483791
تهران (ایکنا) - د ایران د قضائیه قوې مشر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د سردار سلیماني د شهیدولو د جنایت د امر کونکو او عاملینو په لړ کښې د عدالت په اجرا کولو کښې پوره جدي دی.
د ایران د قضائیه قوې مشر ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت د سردار سلیماني د شهیدولو د جنایت د امر کونکو او عاملینو په لړ کښې د عدالت په اجرا کولو کښې پوره جدي دی.
سید ابراهیم رئیسي نن د امریکې په ولسمشریزو انتخاباتو کښې د ډونلډ ټرمپ ماتې ته په اشارې سره وویل: هغه ستر ترهګر چې هم د ترهګرو ملاتړې دی او هم یې له لاسونه، له ترهګرۍ سره د مبارزې د اتل سردار سلیماني په وینو سره دي، له سپینې ماڼۍ شړل کیږي.
ښاغلي رئیسي په دې خبرې سره چې د سردار سلیماني ټرور هغه مسئله ده چې له تعقیبونې به هیڅکله شاتګ ونه شي، ټینګار وکړ چې دغه کار ته به خامخا دوام ورکوي.
 تهران راډیو
captcha