IQNA

د ایران خارجه وزیر له لوړ رتبه پاکستانی چارواکو سره کتنه وکړه

22:35 - November 11, 2020
د خبر لمبر: 3483797
تهران (ایکنا) - ښاغلی ظریف له قریشی سره یو ځای د پاکستان د خارجه وزارت د ودانۍ په انګړ کې د دوستی ډکې ښخ کړ
د ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف چی لوړ رتبه پلاوی په مشرۍ یې اسلام اباد ته سفر کړی دی ، نن له خپل پاکستانی همڅنګ شاه محمود قریشی سره کتنه او د دلچسپۍ وړ مسلو په اړه د نظر تبادله وکړه . ښاغلی ظریف له قریشی سره یو ځای د پاکستان د خارجه وزارت د ودانۍ په انګړ کې د دوستی ډکې ښخ کړ .
د ایران خارجه وزیر له دې مخکې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره هم کتنه اړو خبرې اترې کړی وې .
د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان سره کتنه او د اسلام اباد د سټراټیجیکو مطالعاتو په پوهنکور کې وینا چی نن مازیګر به ترسره شی ، پاکستان ته د ښاغلی ظریف د دوه ورځنی سفر نهایی پروګرام دې .
تهران راډیو
captcha