دا په داسې حال کې ده چې ارمنستان او اذربایجان وړمه ورځ د روسیې په منځګړیتوب په نګورونو قره باغ کې د اوربند هوکړه وکړه.
د دې هوکړې پر اساس، ۱۹۰۰ روسي سرتېري له نظامي وسایلو سره یوځای د هوکړې د پلي کېدو او څارنې لپاره ارمنستان ته رسېدلي دي.
همدارنګه هغه سیمې چې اذربایجان د جګړې په پایله کې نیولې، د دغه هېواد په واک کې پاتې کېږي او ارمنستان منلې چې خپل سرتېري به باسي.
که څه هم دا کړنه په اذربایجان کې د خلکو د هرکلي لامل شوې، خو په ارمنستان کې یې د حکومت پر وړاندې د خلکو غبرګونونه پارولي دي.
نګورنو قره باغ سیمه د اذربایجان برخه بلل کېږي، ډېر نفوس لري او په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د شوري اتحاد تر ماتې وروسته له اذربایجان بېله شوې وه.
تهران راډیو