IQNA

ننګرهار کی دخرما حاصلات یوسلو پنځوس ټنو ته رسیدلي

14:44 - November 15, 2020
د خبر لمبر: 3483807
تهران (ایکنا) - د افغانستان د ننګرهار دکر هڼې او مالدارۍ ریس انجنیر انعام الله ساپی وایی دننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد سربیره دبهسودو،سره رود،کامې،ګوشتې او کوز کونړ ولسوالیوکې هم دخرما باغونه جوړ شوي چې سږ کال ترې د یوسلو پنځوس ټنو حاصلاتو تر لاسه کولو امکان موجود دی.
انعام الله ساپي وویل چې دتیر کال په پرتله ځو برابره زیاتوالی ښیي. خو نوموړي ونه ویل چې تیر کال څومره خرما په ننګرهار ولایت کې تولید شوي وو
.د کرهڼې  او مالدارۍ ریس وویل دننګرهار دکانال پر زمکه پنځه کاله وړاندی د خرما لس زره(10000) کینول شویو بوټو هم سږ کال حاصل ورکړی دی.
په جلال اباد کې یو (1)کیلو خرما په سل (100)افغانۍ پلورل کیږي چې باغ لرونکی ورته خوشحاله دی او همدا لامل دی چې ښایی راتلونکی کالوکې په ننګرهار کی د خرما باغونو شمیر نور هم زیات شي .
 تهرن راډیو

captcha