IQNA

د عبدالباسط په تلاوت کې د قرآن کریم تر ټولو اوږد آیت/ فلم

22:03 - November 16, 2020
د خبر لمبر: 3483809
تهران (ایکنا) - د مصر له مشهور او لوې قاري استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد د قرآن کریم تر ټولو اوږد آیت د تلاوت فلم په مجازي فضا کې خپور شو.

استاد عبدالباسط په دې تلاوت کې د بقره سورت ۲۸۲ آیت، چې د قرآن کریم ترټولو اوږد آیت دې، په ښکلې او خوږ غږ کې قرائت کړې دې.
د بقره سورت ۲۸۲ ایت تداین نوم لري، دې آیت ته ذین یا مداینه او قرض نوم اخیستلې کېږي.
د دې اوږد آیت متن او ژباړه:
«یَا أَیُّهَا الَّذِینَ ءَامَنُواْ إِذَا تَدَایَنتُم بِدَیْنٍ إِلیَ أَجَلٍ مُّسَمًی فَاکْتُبُوهُ وَ لْیَکْتُب بَّیْنَکُمْ کَاتِبُ بِالْعَدْلِ وَ لَا یَأْبَ کاَتِبٌ أَن یَکْتُبَ کَمَا عَلَّمَهُ اللَّهُ فَلْیَکْتُبْ وَ لْیُمْلِلِ الَّذِی عَلَیْهِ الْحَقُّ وَ لْیَتَّقِ اللَّهَ رَبَّهُ وَ لَا یَبْخَسْ مِنْهُ شَیْا فَإِن کاَنَ الَّذِی عَلَیْهِ الْحَقُّ سَفِیهًا أَوْ ضَعِیفًا أَوْ لَا یَسْتَطِیعُ أَن یُمِلَّ هُوَ فَلْیُمْلِلْ وَلِیُّهُ بِالْعَدْلِ وَ اسْتَشهْدُواْ شهِیدَیْنِ مِن رِّجَالِکُمْ فَإِن لَّمْ یَکُونَا رَجُلَینِ فَرَجُلٌ وَ امْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشهُّدَاءِ أَن تَضِلَّ إِحْدَئهُمَا فَتُذَکِّرَ إِحْدَئهُمَا الْأُخْرَی وَ لَا یَأْبَ الشهُّدَاءُ إِذَا مَا دُعُواْ وَ لَا تَسْمُواْ أَن تَکْتُبُوهُ صَغِیرًا أَوْ کَبِیرًا إِلیَ أَجَلِهِ ذَالِکُمْ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ وَ أَقْوَمُ لِلشهَّادَةِ وَ أَدْنیَ أَلَّا تَرْتَابُواْ إِلَّا أَن تَکُونَ تِجَرَةً حَاضِرَةً تُدِیرُونَهَا بَیْنَکُمْ فَلَیْسَ عَلَیْکمْ جُنَاحٌ أَلَّا تَکْتُبُوهَا وَ أَشْهِدُواْ إِذَا تَبَایَعْتُمْ وَ لَا یُضَارَّ کاَتِبٌ وَ لَا شَهِیدٌ وَ إِن تَفْعَلُواْ فَإِنَّهُ فُسُوقُ بِکُمْ وَ اتَّقُواْ اللَّهَ وَ یُعَلِّمُکُمُ اللَّهُ وَ اللَّهُ بِکُلِّ شیْءٍ عَلِیمٌ؛اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كله چې تاسو یو له بله سره تر ټاكلې نېټې پورې په قرضو معامله كوئ، نو هغه ولیكئ او ستاسو په مينځ كې دې لیكونكى په انصاف سره لیكل وكړي، او لیكونكى دې له لیكلو نه انكار نه كوي ؛ لكه څنګه چې الله ده ته ښودنه كړې ده، نو هغه دې لیكل وكړي، او هغه كس دې اِملاء (اقراري عبارت) ووايي ؛ په چا باندې چې حق دى، او له خپل پالونكي الله نه دې ووېرېږي، او له هغه (حق) نه دې هېڅ شى نه كمَوي، بیا كه چېرې هغه كس، په چا باندې چې حق دى؛ ناپوه وي، یا (بدني) كمزورى وي، یا پخپله د اِملاء (عبارت) ویلو طاقت نه لري، نو د هغه وَلي (واكدار) دې په انصاف سره املاء ووايي او تاسو له خپلو (مسلمانانو) سړیو نه دوه ګواهان ګواه ونیسئ، نو كه دوه سړي ګواهان نه وي، نو یو سړى او دوه ښځې(دې ګواه شي) له هغو ګواهانو څخه چې تاسو يې خوښَوئ، د دې لپاره چې كه په دواړو كې له یوې نه هېر شي؛ نو په دوى كې یوه به يې بلې ته وریاد كړي او ګواهان دې انكار نه كوي؛ چې كله هم راوبلل شي او د خپلې نېټې پورې (د هغه قرض) په لیكلو باندې مه تنګېږئ ؛ لږ وي، یا كه ډېر وي، دا د الله په نیز ښه انصاف (والا كار) دى او ګواهۍ لره ښه درست ساتونكى دى او ډېر قریب دى دې ته چې تاسو به شكيان نشئ مګر دا چې دا (معامله) لاس په لاس سودا وي چې تاسو هغه په خپل مينځ كې نغده اخلئ راخلئ، نو پر تاسو باندې څه ګناه نشته چې دا (شان معامله) ونه لیكئ او كله چې په خپل مينځ كې اخيستل خرڅول كوئ (نو) ګواهان ونیسئ او ضرر دې ونه رسول شي لیكونكي ته او نه ګواه ته او كه تاسو (داسې) وكړئ، نو یقینًا دا نافرماني (ګناه) ده چې په تاسو پورې (نښتې) ده او له الله نه ووېرېږئ، او الله تاسو ته ښودنه كوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى»

3935484

captcha