IQNA

په ایران کې په کرونا نور۴۸۰ ککړکسان هم قرباني شول

23:07 - November 18, 2020
د خبر لمبر: 3483814
تهران (ایکنا) - میرمن سیماسادات ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې تر دې دمه په کرونا دککړو کسانو شمیر اته لکه یو زر اته سوه څلور نوی تنو ته رسیدلی دی ، زیاته کړې ده ،له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې په کرونا ککړو نوروڅلورسوه اتیا کسانوهم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

 د ایران دروغتیائي چارو  د وزارت ویندوئې میرمن سیماسادات لاري  نن په ایران کې په کروناویروس دککړو کسانو د وروستیو احصایو په بیانولو سره  ووئيل،په تیر شواروز کې په ایران کې په کرونا نور دیارلس زره څلور سوه یوویشت ککړ کسان پیژندل شوي چې له دوي دوه زره اته سوه اوه دیرش ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
 میرمن سیماسادات  ددې خبرې په کولو سره  چې  په ایران کې تر دې دمه  په کرونا دککړو کسانو شمیر  اته لکه یو زر اته سوه څلور نوی تنو ته رسیدلی دی ، زیاته کړې ده ،له بده مرغه په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په کرونا ککړو نوروڅلورسوه  اتیا کسانوهم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
په نړۍ کې په کروناویروس د ککړو کسانو شمیر تردې دمه  څه دپاسه شپږپنځوس میلیون تنو زیات شوی چې له دوي کابو یو میلیون درې لکه درې دیرش زره کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز څه دپاسه اته دیرش میلیون ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه اوله روغتونونو  رخصت شوي دي.
تهران راډیو
captcha