IQNA

عمران خان:

له ایران سره د پاکستان اړیکې ډیرې ښې دي

18:09 - November 26, 2020
د خبر لمبر: 3483842
تهران (ایکنا) - د پاکستان وزیراعظم ټینګار وکړ چې هیواد یې له ایران سره ډیرې ښې اړیکې لري.
د پاکستان ملي رسنیو په لاهور ښار کښې د عمران خان د پریس کانفرنس په خپرولو سره د سیمې د بدلونونو، له ګاونډیانو سره د اړیکو او د افغانستان، کشمیر او فلسطین د حالاتو په هکله د پاکستان د بهرني سیاست د بیانولو لپاره د هغه څرګندونې منعکسې کړې.
د پاکستان وزیراعظم وویل چې د دغه هیواد د اوسني حکومت ترټولو ستره بریا د سیمه ایزو اړیکو پیاوړتیا او د کامیاب بهرني سیاست پرمخ بیول دي.
عمران خان چې د روان کال د لړم د میاشتې په یویشتمه نیټه په څلورم ځل د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر محمد جواد ظریف کوربه و، څرګنده کړه: پاکستان له ایران سره ډیرې ښې اړیکې لري.
عمران خان په لاهور کښې د خپل پریس کانفرنس په دوام کښې له صهیونیسټ رژيم سره د سیمې د ځینو هیوادونو د جوړجاړي د دسیسې په هکله بدلونونو او په پاکستان باندې یې د اغیزو او له جوړجاړي کونکو واکمنانو سره د ملګري کیدو لپاره یې د دباؤ د زیاتیدو د احتمال په هکله هم ټینګار وکړ چې د اسلام آباد حکومت او د پاکستان خلک له فلسطین څخه ملاتړ جاري ساتي او په رسمیت د صهیونیسټي رژيم د پيژندلو هیڅ نیت نه لري.
د ویلو ده چې پاکستان هیڅکله اسرائیل په رسمیت نه دی پيژندلې او نه به یې وپیژني.
پښتو راډیو تهران
captcha