IQNA

د سورئې په ادلب کې ترکیې بل پوځي مرکز هم خالی کړ

21:32 - November 27, 2020
د خبر لمبر: 3483846
تهران (ایکنا) - د روان میلادي کال له هماغه پیله تردې دمه دترکیې لس پوځي نیواکي مرکزونه د سورئې د پوځ په کلابندۍ کې ورغلي او دغو پوځي مرکزونو خپل کارندوالی اصلا له لاسه ورکړی دی .
د سورئې  په شمال ختیځ  ادلب کې  د ترکیې تیریګر پوځ   په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، د ادلب ولایت په جنوبی برخې کې ئې د سراقب ښار په ختیځ کې  خپل پلټونکي پوځي مرکز خالی کړی دی .
 د روان میلادي کال له هماغه پیله تردې دمه دترکیې لس پوځي نیواکي مرکزونه  د سورئې د پوځ  په کلابندۍ کې ورغلي او  دغو پوځي مرکزونو خپل کارندوالی  اصلا له لاسه ورکړی دی .
 د ترکیې پوځ  له ترهه ګرو سر ه دمبارزې په پلمه ، د سورئې د  شمالي سیمو ځینې برخې نیولي دي  او  دترکیې پوځي ځواکونه په دغو سیمو کې شتون لري .
 د سورئې حکومت  د ترکیې او له هغو سره د اړونده تالی څټو ځواکونو  شتون  دسورئې د خاورې نیواکګري بللي  او د دوي په زر ترزره وتلو ئې ټينګار کړ ی دی.
تهران راډیو 
captcha