IQNA

جورجیا تازه دمې سرتېري افغانستان ته رالېږي

6:55 - December 07, 2020
د خبر لمبر: 3483885
تهران (ایکنا) - د ټرینډ نیوز ایجنسي د راپور له مخې، جورجیا یو شمېر تازه دمې سرتېري له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو ته د سلا مشورې لپاره افغانستان ته رالېږي.
 د جورجیا ولسمشر سالومه زوربیاشویلی افغانستان ته د ماموریت په موخه راتلونکې لس کسیزې ډلې ته په خبرو کې ویلي چې دوی له خپلو متحدینو سره په سلا مشوره خپل سرتېري افغانستان ته لېږي او په دې سختو شرایطو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه خپله ژمنتیا ښیي.
دا سرتېري وروسته تر هغه افغانستان ته را استول کېږي چې فنلنډ او بلجیم بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستلو خبره کړې ده..
تهران راډیو
captcha