IQNA

پاپ عراق ته سفر کوي

6:42 - December 08, 2020
د خبر لمبر: 3483889
تهران (ایکنا) - د عراق د بهرنیو چارو وزارت په اسفند میاشته کې دې هیواد ته د فرانسیس د پاپ سفر تایید کړ.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې فرانسیس پاپ به د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشته کې عراق ته سفر وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په یو خبري بیان کې وویل: ډیر خوشحاله یو چې اعلان کو د کاتولیک کلیسا پاپ، فرانسیس پاپ به د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتې له ۵ تر ۸ تاریخ پورې له عراق کتنه کوي.
په دې بیانیه کې راغلې دي: عراق ته پاپ سفر، د بین النهرین او پیغمبرانو او حضرت ابراهیم علیه السلام د تاریخي پېښې ځمکې ته سفر له ټولو عراقیانو ملاتړ دی.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت وویل: "دا سفر عراق او ټولې سیمې ته د سولې پیغام دی او دا د افراطیت او شخړې په وړاندې د انساني او بشردوستانه دریځونو د یووالي نښه ده او دا تنوع ، زغم او یووالي ته وده ورکوي."
واتیکان د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې که د کرونا ویروس شرایط مناسب وي نو د راتلونکي کال په مارچ کې به فرانسیس پاپ عراق ته سفر وکړي.
له تیر یو کال راهسې د پاپ دا لومړۍ بهرنۍ سفر شمیرلې کېږي. هغه د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې تایلینډ او جاپان نه کتنه کړې وه.
3939688

captcha