IQNA

10:56 - December 12, 2020
د خبر لمبر: 3483898

نن سهار یو ځل بیا پر کابل ښار توغندیز برید شوی

تهران (ایکنا) - د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار پر کابل ښار توغندیز برید ترسره شوی چې له کبله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

نن سهار یو ځل بیا پر کابل ښار توغندیز برید شوی
د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې د لب جر له سیمې څخه څلور ډزه توغندي له یوې سراچې ډوله موټر څخه توغول شوي،چې دوه توغندي د میدان په لرې پرتو سیمو کې لګېدلي او په دې سیمه کې هېڅ ډول زیان نه تر سترګو کېږي.
ارین زیاتوي، چې دوه ډزه نور د خواجه رواش په استوګنیزو سیمو کې لګېدلي، چې پکې یو کس وژل شوی او یو کس ژوبل دی.
د یادونې وړ ده چې تېره میاشت هم کابل ښار د ورته برید ښکار وو چې له کبله یې لس تنه ووژل شول او تر ۵۰ شاخوا نور یې ټپیان شول.
تهران راډیو
captcha