IQNA

د خواف ـ هرات اورګاډی ستره تاریخي پیښه ده

12:10 - December 14, 2020
د خبر لمبر: 3483904
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي شورا د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي فدا حسین مالکي وویل د خواف ـ هرات د اورګاډي د کار پیلیدل د افغانستان او د ایران د ارتباطاتو په تاریخ کې ستره پیښه ده .
هغه له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښېوویل د خواف ـ هرات د اورګاډي د کار پیلیدل یوه (۱) داسې ستره تاریخي پیښه ده چې کلونه کلونه د ایران او د افغانستان ملتونه  او حکومتونه د دغه پیښې په انتظار وو .
د ایران د پارلمان د بهرني سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون غړي فدا حسین مالکي زیاته کړه د خواف ـ هرات د اورګاډي د کار پیلیدل یو(۱) اساسي بدلون دی چې د سیستان و بلوچستان او په نهایت کښې د چابهار بندر لپاره ځانګړی موقعیت رامینځته کوي او افغانستان هم په سیمه کښې د یوه(۱) تجاري مهم بندر په توګه تعریف کیږي .
هغه کابل ته د ایران د چارواکو د سفرونو د اهمیت په هکله هم د افغانستان په وړاندې د تهران د فعالې ډيپلوماسۍ په اهمیت باندې ټينګار سره وویل ایران او افغانستان ګډ تمدن او ګډه ژبه لري او په بیلابیلو موضوعګانو کښې د ملګرتیاو د پراخولو هڅه کوي .
د خواف ـ هرات د اور ګاډي پټلۍ چې یوسل څلویښت(۱۴۰) کلومیټره اوږده ده د دسمبر د میاشتې په لسمه (۱۰)نیټه د ایران او د افغانستان د ولسمشرانو  د ویډیو  کانفرنس له لارې پرانیستل شوه .
تهران راډیو
captcha