IQNA

ملګرو ملتونو د فلسطین د خپلواکۍ د حق په اړه یو پرېکړه لیک تصویب کړ

6:24 - December 18, 2020
د خبر لمبر: 3483910
تهران (ایکنا) - د ملګرې ملتونو سازمان عمومي غونډې، د فلسطین خلکو لپاره د خپلواکۍ د حق پریکړه لیک په اکثریتي رای سره تصویب کړ.

د فلسطین ځاني حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې وویل: په پرونۍ ناسته کې د فلسطینیانو لپاره د خپلواکۍ د حق لپاره پریکړه لیک د ملګرې ملتو سازمان په عمومي غونډه کې په ۱۶۸ رایو سره بریالۍ او ۵ مخالف رای او په لسو ۱۰ممتنع رایو سره تصویب شو.
دا بیانیه د فلسطین ځاني حکومت له بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي څخه په نقل لیکي: د خپلواکۍ حق د نړیوالې ټولنې اندیښنه ده او د ټولو هیوادونو او په ځانګړې توګه د فلسطین لپاره اساسي او نه بدلیدونکی حق دی چې د کډوالو فلسطینیانو د بیرته راتلو حق ته هم شاملیږي چې په فلسطین کې یو خپلواک حکومت د قدس شریف په پلازمینې سره جوړ کړي.
المالکي په دې بیانیه کې ټینګار وکړ: دا حقونه د صهیونیسټ نواکګرو له منګولو د فلسطین نیول شې ځمکې د ازادۍ پورې اړه لري چې له کلونو را هسې یې دغه هیواد د خپل حکومت ترلاندې راوستلې. د فلسطین د خپلواکۍ په حق کې متحد رایی د فلسطین د خلکو د حقونو د زیان رسولو او د اسراییلو د یرغل او د دغه رژیم غیرقانوني کړیو په کلکه د مقابلې لپاره ټولو هڅو ته ځواب دی.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو پر غړو هیوادونو غږ وکړ چې د فلسطین د خلکو د حقونو د خوندي کولو او د اسراییلو د نیواک د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.
3941603

captcha