IQNA

10:03 - December 21, 2020
د خبر لمبر: 3483915

کابل کښې ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی دی

تهران (ایکنا) - زمونږ خبریال وايي د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز په کوته سنګي سیمه کښې د یوې (۱)ماین چاودنې خبر ورکړ.

کابل کښې ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلی دی
هغه وویل په دغه ماین چاودنه کښې یو(۱) ملکي وژل شوی او یو(۱) پولیس هم ژوبل شوی دی .
په عین حال کښې د کابل پولیسو په کوته سنګي سیمه کښې دوه (۲) نور ماینونه کشف او شنډ کړي دي .
پرون سهار هم د  کابل ښار په پینځمه (۵)امنیتي حوزه کښې ځان وژونکي حمله شوي وه چې له کبله یې نهه (۹) کسان وژل شوي او شل (۲۰)نور ژوبل شوي وو .
د دغه ترهګرې حملې هدف د افغانستان د پارلمان د غړي خان محمد وردک وژل و خو هغه بچ پاتی شوی او یوازې ژوبل شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايې چې طالبانو په تیرو دریو (۳)میاشتو کښې  په پینځودیرشو (۳۵) ځان وژونکو بریدونو او پینځه سوه اوو(۵۰۷) بم چاودنو کښې د هیواد څلور سوه اوه اتیا (۴۸۷) ملکي وګړي وژلي او یوزر نهه څلویښت (۱۰۴۹) نور  یې ژوبل کړي دي .
په افغانستان کښې په تیرو څو میاشتو کښې ترهګرې بم چاودنې او حملې زیاتې شوي او دغه چاره د خلکو د غصې سبب شوي ده .
داعش ترهګرې ډلې او دغه راز طالبانو ډلې تراوسه د اکثرو ټروریسټي بریدونو او بم چاودنو ذمه وارې پرغاړه اخیستي دي .
په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د ناامنیو زیاتیدل په داسې حال کښې دي چې امریکا او متحدان  یې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهسې تراوسه پورې په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه هلته شتون لري .
په افغانستان کښې د امریکا او د هغې د متحدانو پوځي شتون په دغه هیواد کښې د ناامنۍ ، د ترهګرۍ او د نشه ییزو توکو د کر، تولید او د قاچاق د زیاتیدا سبب شوی دی .
تهران راډیو
captcha