هغه وویل په دغه ماین چاودنه کښې یو(۱) ملکي وژل شوی او یو(۱) پولیس هم ژوبل شوی دی .
په عین حال کښې د کابل پولیسو په کوته سنګي سیمه کښې دوه (۲) نور ماینونه کشف او شنډ کړي دي .
پرون سهار هم د کابل ښار په پینځمه (۵)امنیتي حوزه کښې ځان وژونکي حمله شوي وه چې له کبله یې نهه (۹) کسان وژل شوي او شل (۲۰)نور ژوبل شوي وو .
د دغه ترهګرې حملې هدف د افغانستان د پارلمان د غړي خان محمد وردک وژل و خو هغه بچ پاتی شوی او یوازې ژوبل شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايې چې طالبانو په تیرو دریو (۳)میاشتو کښې په پینځودیرشو (۳۵) ځان وژونکو بریدونو او پینځه سوه اوو(۵۰۷) بم چاودنو کښې د هیواد څلور سوه اوه اتیا (۴۸۷) ملکي وګړي وژلي او یوزر نهه څلویښت (۱۰۴۹) نور یې ژوبل کړي دي .
په افغانستان کښې په تیرو څو میاشتو کښې ترهګرې بم چاودنې او حملې زیاتې شوي او دغه چاره د خلکو د غصې سبب شوي ده .
داعش ترهګرې ډلې او دغه راز طالبانو ډلې تراوسه د اکثرو ټروریسټي بریدونو او بم چاودنو ذمه وارې پرغاړه اخیستي دي .
په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د ناامنیو زیاتیدل په داسې حال کښې دي چې امریکا او متحدان یې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهسې تراوسه پورې په افغانستان کښې د امنیت د تامینولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه هلته شتون لري .
په افغانستان کښې د امریکا او د هغې د متحدانو پوځي شتون په دغه هیواد کښې د ناامنۍ ، د ترهګرۍ او د نشه ییزو توکو د کر، تولید او د قاچاق د زیاتیدا سبب شوی دی .
تهران راډیو