د عراق د پارلمان یوې(۱) استازي ټینګار وکړ د امریکا د نیواکګرو پوځیانو ایستل د بریالیتوب د قومندانانو په ټرور کښې د واشنګټن جنایت ته ترټولو ښه ځواب دی .
د عراق په پارلمان کښې د قانون د ائتلاف استازي میرمن «عالیه نصیف» وویل د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني او د عراق د الحشد الشعبي ځواک د نائب رئیس شهید ابومهدي المهندس ټرور ته غبرګون له عراق څخه د امریکا د نیواکګرو عسکرو په ایستلو کښې ورایښت مومي .
هغې وویل د عراق له خاورې څخه دنیواکګرو پوځیانو ایستل یوه(۱) شرعي او اخلاقي دنده ده .
په تیرو ورځو کښې د عراق د پارلمان ځینو استازیو ویلي دي له هیواد څخه د امریکا د عسکرو ایستل هیر نه دي شوي او ټول په پارلمان کښې دغه موضوع تعقیبوي .
3942272